کندهار کې د ۳۷ کلنې خونړۍ شخړې پای

taqi_admin
Wed, Feb 18 2026 11:06 AM
کندهار کې د ۳۷ کلنې خونړۍ شخړې پای

چهار شنبه ۱ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د کندهار ولايت په دامان ولسوالي کې د پوپلزي او اندړ قومونو ترمنځ هغه ۳۷ کلنه خونړۍ شخړه، چې له کبله يې څلور کسان وژل شوي وو او دواړو لوريو ته يې درانه مالي او ځاني زیانونه هم اړولي وو، د اسلامي امارت د مسؤلينو په هڅو د يوې ولسي جرګې په ترڅ کې حل او په سوله بدله شوه. د دې روغې جوړې لپاره دغه جرګه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې مسؤلينو، ولايتي ادارې استازو، علماوو او قومي مشرانو په ګډون جوړه شوې وه. د وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب په خپلو خبرو کې وویل: کومې ناخوالې او زړه بدۍ چې د قومونو او خلکو تر مابین شته، علماء، قومي مخور او عام خلک دې له حاکم نظام له مسؤلینو سره یو ځای حل لارې ورته پیدا کړي. د غونډې نورې مسؤلينو په خپلو ويناوو کې د نظام د بقاء او د خپلمنځي شخړو د پای ته رسولو پر اهميت ټينګار وکړ. دوی له خلکو وغوښتل، چې خپلې هر راز رامنځته شوې ستونزې د مسؤلينو په همکاري حل او د سولې فضاء کې ژوند وکړي. د جرګې په پای کې د دواړو خواوو استازو د جرګې پرېکړه ومنله، د ترسره شويو هڅو ستاينه يې وکړه او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به د سولې او ورورولي په فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکوي او يو بل ته به هېڅ خنډونه نه جوړوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu