کاپيسا کې د ۵ کلني بدي سربېره په فارياب او ارزګان کې د مرورو کورنيو پخلاينه
شنبه ۵ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په نجراب ولسوالي کې د ولايتي مسؤلينو، قومي مخورو او منځګړو مشرانو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو پنځو کلونو په دوام هغه بدي حل کړه، چې په نتيجه کې يې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او ترمنځ يې لوی مشکلات موجود وو.
په ورته مهال د ارزګان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت استازو د دغه ولايت په مرکز کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله راپورته شوې شخړه، چې يوه مور او ماشومه پکې وژل شوې وې د خبرو اترو له لارې حل کړه او طرفينو يو بل وبښل.
همداراز د فارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د درې کلونو په دوام روان جنجالونه، چې د څړځايونو پر سر راپورته سوي وو او لويې خپلمنځي ستونزې يې راپورته کړې وې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په پرلپسي کوششونو پای ته ورسېدل.
