چپه دره کې د مسؤلينو په هڅو ۳۳ کلنه مرګونې دښمني پای ته ورسېده

haqani_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۴
چپه دره کې د مسؤلينو په هڅو ۳۳ کلنه مرګونې دښمني پای ته ورسېده

 

سه شنبه ۲ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ په سودمني کلي کې د ځايي دوه کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۳ کالونو په دوام رامنځته شوې دښمني، د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس ملا تحميدالله غازي په مشري، دعلماوو، قومي مخورو او مصلحينو په دوامدارو هڅو پای ته ورسېده.

ياده دښمني، چې په ترڅ کې يې له دواړو غاړو څخه څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و ترمنځ يې اوږدمهاله کينه او تربګني موجوده وه، چې مسؤلينو د عفوې، بښنې او ورورولي پر ارزښتونو وپوهول او د يوې شرعي فيصلې په ترڅ کې يې هغوی يو بل ته ورغاړې وېستل.

په پای کې د دواړو لوريو ښکېلو مشرانو د یادې روغې جوړې هرکلی وکړ او د ښمني د پای ته رسېدو په اړه یې خوښي څرګنده کړه. دوی د اسلامي امارت د مشرانو او سیمه ‌ییزو مسؤولینو له هڅو هم مننه وکړه او ژمنه یې ترسره کړه چې بېرته به خپلمنځي تربګنيو ته نه ورګرځي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu