پکتیا کې د ۱۳ کلونو په دوام رامنځته شوې بدي حل شوه

haqani_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۰:۱۴
پکتیا کې د ۱۳ کلونو په دوام رامنځته شوې بدي حل شوه

 

سه شنبه ۱۸ ربیع الاول ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت مرکز ګرديز اړوند اهنګرانو سيمي اوسيدونکو ترمنځ د ځينو حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې شاوخوا ديارلس کلنه بدي، چې له اوږدې مودې راهيسې يې د دواړو خواوو ترمنځ لويې ستونزې را ولاړې کړې وې حل او په سوله او ورورولي بدله شوه.

د دغه بدي د حل لپاره د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئیس مولوي محمدعالم رهبر د قومونو د ستونزو او مشکلاتو د حل اوفصل کمیټې دغړو او قومي مشرانو په هلو ځلو يوه لويه جرګه راوبلله، موضوع يې په هراړخېز ډول وڅېړله او ترمنځ يې د خير فيصله وشوه.

د مسؤلينو په ترسه شوي فيصله د ښکېلو خواوو مشرانو د خوښي څرګندولو ترڅنګ يو بل ته د عام تام بښنې په کولو سره په تېرو ناخوالو پښېماني وخوده او نوي د خوښي ژوند ته راوګرځيدل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu