پکتیا کې دوه کورنۍ له ۳۵ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلا شوې

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۴۳
پکتیا کې دوه کورنۍ له ۳۵ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلا شوې

 

 پنجشنبه ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په يوه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه بدي حل و فصل شوه، چې یادې کورنۍ یې له درې نېمو لسيزو راهیسې له ناخوالو او جنجالونو سره لا سه او ګريوان وې.

د دغې بدي د حل په موخه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو، قومي مخورو او مصلحینو د دوامدارو ناستو او مجلسونو وروسته دواړه لوري روغې جوړې ته راضي کړل او په داسې حال کې يې پخلاینې ته چمتو کړل، چې د خپلمنځي اختلافاتو له امله یې پر مالي زیانونو سربېره د يوې مېرمنې په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي وو. 

د پخلاینې او سولې په مراسمو کې علماء کرامو، مسؤلینو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو، چې د اخوت، ورورګلوی او عفوې په ښېګڼو یې خبرې وکړې. دوی دواړه لوري نېکبخته وبلل چې راتلونکې نسلونه یې له بدبختیو وژغول او د سولې ژوند یې اختیار کړ. 

 په پای کې په شخړه کې ښکېلو لورو یو بل ته بښنه وکړه او د ورورۍ غېږې یې سره ورکړې. دوی په خپلو تېرو کړنو د پېښمانۍ ترڅنګ ژمنه وکړه، چې پاتي ژوند به په مينه او ورورولي سره تېروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره لیدنه

د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره لیدنه

چهار شنبه/٣١/ ۴/۱۴۰۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۴۵
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې سربېره باميان کې هم شخړه حل شوه

 

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو او مصلحينو په ملتيا د دغه ولايت د مرکز اړوند باغ ميرزا سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو دوو کلونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۷
Background image

د اداري چارو او پروسو د ساده کولو په موخه ناسته ترسره شوه

 

سه شنبه ۶ صفر المظفر۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د يو شمير رياستونو له رئيسانو سره د اداري چارو او پروسو د ساده کولو په موخه نن ترغرمې مخکې د ياد وزارت د مسلکې معين. . .

BACK TO NEWS

User account menu