په کنړ ولايت کې لويه ولسي غونډه ترسره شوه

khoram2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۷:۴۰
غونډه

سه شنبه ۱۴۴۶/۵/۳

په کنړ ولایت کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي تر عنوان لاندې غونډه داسې مهال تر سره شوه پر مهال یې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد، مل پلاوي، د کنړ ولايت والي، د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، علماوو، سلګونه قومي سپين ږيرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د ا.ا.ا حاکميت خپله نيک بختي وګڼله او ددې نظام ملاتړ يې خپل مسؤليت ياد کړ دوی وويل: د کنړ ولسونو تل د دښمن پر وړاندې د خپل نظام ننګه کړې، دوی همدار راز په دغه ولايت کې د اوبو بندونو، توليدي برښنا، ځوانانو ته د کاري زمينو برابرول او ځينې نورې ستونزې يادې کړې چې د حل په موخه يې له ورغلي پلاوي غوښتنې وکړي.

ورپسې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد وويل: د ا.ا.ا پاليسي د اسلام موافق پاليسي ده او مسؤلين له همدې تګ لارې د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي نوموړي زیاته کړه: ولسونه دې د اسلامي نظام تر څنګ ودرېږي. هغه نظامونه پایدار او تلپاتې وي چې د ولسونو همکاري ورسره وي، ښاغلي احمد خلکو ته ډاډ ورکړ چې امارت ژمن دی چې د خلکو ستونزو ته د حل لارې ولټوي او ولسونو ته د هوسا ژوند زمينه برابره کړي.

همداراز د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شيخ نيک محمد افغاني زیاته کړه: ا.ا.ا اقتصادي ډګر داسې ساتلی چې په نژدې راتلونکي کې به د هېواد ټول ولسونه له اسانتیاوو برخمن شي، نوموړي وویل د هیواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره د ولسونو اتحاد او یووالي ته ډېره اړتیا ده.

د غونډې په پای کې د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي تسلیم الله حقاني او د کوچیانو چارو د اقتصادي خدمتونو رئیس مفتي لعل محمد منيب وویل: اسلامي امارت د هيواد د ابادۍ او ولسونو د هوساينې لپاره په لويو پروژو کار پيل کړی، چې ولسونه به يې له خدمتونو برخمن شي. دوی زياته کړه د پرمختيايي پروژو د چټک کار او دوام لپاره ولسي اتحاد او اتفاق ته اړتيا ده، دوی همدار راز زياته کړه: کنړ د انقلاب دروازه پاتې شوی د هر اشغالګر لپاره د جهاد غږ همدې خلکو پورته کړی نو اوس يې وخت دی چې موږ يې خدمت وکړو او د ستونزو د حل ډاډ ورکړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu