هلمند کې د شاوخوا يو کال په دوام رامنځته شوې بدي حل شوه
شنبه ۲۹ ربيع الأول ۱۴۴۸
د هلمند ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس مولوی اکرام الدین بصیري په مشري د ديني عالمانو، متنفذينو او مخورو په دوامداره هڅو د دغه ولايت د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د تېر يوه کال راهيسې روانه دښمني پای ته ورسېده.
یاده دښمني، چې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي په مربوطاتو کې لومړی د یوې لفظي شخړې له امله راپورته شوې وه ورسته په مرګ ژوبله واوښته او په پايله کې يې یو کس ووژل شو او همداراز ګڼې ستونزې يې راولاړې کړې، چې بلآخره مسؤلينو په خپل منځګړيتوب پای ته ورسوله.
د يادې دښمني د ښکېلو کورنيو مشرانو د اسلامي امارت او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت هغه کوششونه وستايل، چې د ولسي شخړو د هواري په برخه کې يې کوي. دوی په خپله روغه جوړه د خوښي تر څنګ ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هیڅ ډول دښمني او بد بيني ته زړه ښه نه کړي.
