په پکتيا، پنجشير او نيمروز ولايتونو کې له خلکو سره د شريعت د نفاذغونډې
پنجشنبه ۲۷ ربيع الأول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ ترعنوان لاندې د پکتيا په جانخېلو، د پنجشير په پريان او نيمروز ولايت کې له عامو خلکو، سيمه ييزو مسؤلينو، ديني عالمانو او قومي مخورو سره لويې ولسي غونډې ترسره شوې.
د غونډو په جریان کې د اسلامي امارت مسؤلینو د ولسونو د یووالي، همغږۍ او د قومي مشرانو د مسؤلیتونو پر اهمیت خبرې وکړې. دوی څرګنده کړه، چې د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا لپاره د خلکو او مسؤلینو ترمنځ همغږي اړینه ده. يادو مسؤلینو له علماوو، قومي مشرانو او ولسونو وغوښتل، چې د شريعت د نفاذ، ناسمو دودونو د مخنیوي او د شرعي لارښوونو د عملي کولو په برخه کې خپل رول په ښه توګه ادا کړي.
قومي مشرانو او مخورو د اسلامي نظام د ملاتړ او د هېواد د ثبات په برخه کې د خلکو همکاري مهمه وبلله او ویې ویل چې د ولسونو ترمنځ د اتفاق او یووالي د پیاوړتیا لپاره به خپلې هڅې جاري و ساتي. دوی د خپلو سیمو یو شمېر اړتیاوې او ستونزې هم له مسؤلینو سره شریکې کړې.
