د کابل ولايت د ۱۴ ولسواليو کوچي سرخېلانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د کوچيانو د سمون له عمومي رئيس سره وکتل
پنجشنبه ۲۷ ربيع الأول ۱۴۴۸
کابل ولایت د ۱۴ بېلابېلو ولسوالیو یو شمېر کوچي سرخېلانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د کوچيانو له عمومي رئیس ملا محمد بصر صاحبزاده سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل، چې پکې د کوچي قوم استازو او مخورو د کوچيانو اړوند پر یو شمېر ستونزو او غوښتنو خبرې وکړې او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه.
د کوچي قوم مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د کوچيانو په برخه کې د ځینو ستونزو د هواري له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ویل، چې د نظام د ملاتړ او دفاع په برخه کې هر وخت چمتودي. دوی له ښاغلي صاحبزاده څخه وغوښتل چې د کوچيانو د تذکرو د وېش په برخه کې شته ستونزې له لوړپوړو مسؤلینو سره شریکې او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د کوچيانو عمومي رئیس ملا محمد بصر صاحبزاده د کوچي سرخېلانو هرکلی وکړ، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې یادې ستونزې به له اړوندو مسؤلینو سره شریکې او د حل لپاره به یې لازمې هڅې ترسره شي.
