په کندهار کې له پښتنو او بلوڅو وروڼو سره پیوستون ورځ ولمانځل شوه.
د کندهار ګڼو قومي مشرانو,علماؤ او ځوانانو د بلوڅو او پښتنو د پیوستون ورځ د يوې غونډي پرمهال د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست لخوا د اطلاعاتو او کلتور رياست دغونډو په تالار کې ولمانځله.
په غونډه کي د بلوڅو او پښتنو د تاریخي ورورګلوی، اتحاد، اړیکو او کلتور په اړه خبري وشوې، او او ددې ورځي لمانځل یو ارزښتناکه اقدام وبلل شو.
دغونډي پرمهال د جمهور رئيس سلاکار او د ولايت مقام مرستیال حاجي آغالالي دستګيري، د سرحدونواوقبايلو چارو رئيس عبدالرازق عابد، د اطلاعاتواوکلتور رئیس حکمت الله افغان، د بلوڅو دشورا ريس الحاج مولوي غفوري . قومي مشر جنرال عزت الله خان سرپاس، معلم نصرالله خان بلوڅ ، عدل خان بلوڅ ،د فراه د قومونو مشر حاجي حقمل صاحب او نورو ويناوالو د دې ځانګړي ورځي په اړه ویناوي وکړې او د لوي افغانستان دټولو قومونو په خاصه توګه د فرضي کرښې پر ها خوا او دېخوا بلوڅو او پښتنو باندي يې داتفاق، اتحاد او وروری غږ وکړ.
د بلوڅو اوپښتنو د پیوستون ورځ د ۱۳۲۸ شمسي کال راپدېخوا په افغانستان کي د سرحدونواوقبایلوچارو وزارت لخوا د ېو ډيري مهمي ورځي په توګه لمانځل کیږي چي دې ورځي ته دپښتونستان ورځي نوم هم ورکول سوی. ويناوالو پخپلو خبرو کښي وويل: چې د بلوڅ او پښتون دواړه هغه نه جلاکيدونکي وروڼه دي چه دخپلي خاوري د آزادي او دښمن پر وړاندي يي په ګډه ږغ پورته کړي دي.. او همدا وجه ده چه زموږ ګډ دښمن تل دا هڅه کوي چه ددي سترو قومونو په منځ کښي نفاق راولي، او موږ ټول د لوي افغانستان د يو ستر ملت په توګه هردښمن ته دا وایو٫ چې دا آرمان په مو هيڅ کله پوره نشي دا ځکه چې بلوڅ اوپښتانه قومونه په تاريخي، فرهنګي او کلتوري برخو کي ډیر مشترکات لري، او د ډيورنډ فرضي کرښي پر دواړو غاړو کي ژوند کوي او تل به همداسي د وروڼو په شان خپل اتفاق او اتحاد لانور هم ښه وساتي.
