په نیمروز ولایت کې د مهاجرینو عالي کمېسیون په فعالیت پیل وکړ
۲۴/۴/۱۴۴۵
د مهاجرینو ستونزو ته رسېدو عالي کمېسیون په چوکاټ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست الحاج ملا نورالله نوري په مشرۍ د نيمروز ولايت له مسؤلينو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه. په ياده ناسته کې د نيمروز ولایت والي ملا نجیب الله رفیع، د عالي کمیسیون د دارالإنشاء رئیس او معاون، د مهاجرینو چارو، صحت عامې، معارف، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د سرې میاشتې عمومي ریاست استازو او د ولایتي اداراتو د رئیسانو ګډون درلود.
په ناسته کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی د ترتیب، تنظیم او انتقال تر څنګ پرېکړه وشوه چې د یاد ولایت د والي تر سرپرستي لاندې به د را ستنېدونکو مهاجرینو لپاره ګمارل شوې کمېټې خپل فعالیت پیلوي.