په لوی پامیر کې په لومړي ځل مخابراتي شبکو فعالیت پیل کړ
۲۵/۶/۱۴۴۵
له کوچني پامير وروسته د بدخشان ولايت د واخان ولسوالۍ په ليري پرته سيمه (لوی پامير) کې هم د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شبکې په فعاليت پيل وکړ.
د يادوني وړ ده چې د ۱۴۰۱ هـ ل کال د اسد په مياشت کې يادې سيمې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د شپږ ورځني سفر پر مهال د سيمې اوسېدونکو د ځينو نورو غوښتنو تر څنګ د مخابراتي شبکو د فعاليت غوښتنه هم درلوده چې د مخابراتو وزارت له لورې يادې سيمې ته د سلام دولتي مخابراتي شرکت پايې انتقال کړې او نور خصوصي شرکتونه يې هم هڅولي چې د هيواد ملي پارک واخان تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.
د ا.ا.ا له واکمنېدو وروسته د پاميرونو او واخان سيمو وګړي د روغتيا، زده کړو او نورو عامه خدمتونو ترڅنګ له نورو بشري مرستو څخه هم برخمن شوي.
پاتې دې نه وي چې له يادې سيمې څخه د چين تاريخي ورېښمو لاره هم تيريږي چې د ا.ا.ا کابينې يې د جوړولو پريکړه تصويب کړې او دغه راز لوی پامير ته په لومړي ځل د لارې جوړولو لپاره ثقيله ماشينري سيمې ته انتقال شوې.
د سیمې خلک د اسلامي امارت له خدمتونو څخه خوښ او راضي دي.