په لغمان او بلخ ولایتونو کې دوه بېلابېلې شخړې حل او په دوستۍ بدلې شوې
د لغمان ولایت اړوند علیشنګ ولسوالۍ د سایکل درې سیمې د ملک خېلو او نګړ خېلو قومونو تر منځ ۱۴ کلنه شخړه او په بلخ ولایت کې د ځمکو پر سر د دوو قومونو ترمنځ پېښه شوې شخړه چې له کبله یې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دویمو واحدونو د مسؤلینو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او دیني عالمانو په منځګړیتوب حل او په دوستۍ بدلې شوې.
قومي مشرانو لومړی د شخړو د لاملونو په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل او وروسته یې ښکېل لوري په دې راضي کړل چې سره پخلا شي او له دې وروسته سوله ایز ژوند اختیار کړي.
د یادونې وړ ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت دویمو واحدونو د ځایي مسؤلینو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او دیني عالمانو په همکارۍ د بېلابېلو موضوعاتو پر سر سلګونه لویې او وړې شخړې حل کړې دي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.