په لغمان او بلخ ولایتونو کې دوه بېلابېلې شخړې حل او په دوستۍ بدلې شوې

khoram_admin
Sun, Apr 28 2024 8:25 AM
شخړه

د لغمان ولایت اړوند علیشنګ ولسوالۍ د سایکل درې سیمې د ملک خېلو او نګړ خېلو قومونو تر منځ ۱۴ کلنه شخړه او په بلخ ولایت کې د ځمکو پر سر د دوو قومونو ترمنځ  پېښه شوې شخړه چې له کبله یې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دویمو واحدونو د مسؤلینو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او دیني عالمانو په منځګړیتوب حل او په دوستۍ بدلې شوې.

قومي مشرانو لومړی د شخړو د لاملونو په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل او وروسته یې ښکېل لوري په دې راضي کړل چې سره پخلا شي او له دې وروسته سوله ایز ژوند اختیار کړي.

د یادونې وړ ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت دویمو واحدونو د ځایي مسؤلینو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او دیني عالمانو په همکارۍ د بېلابېلو موضوعاتو پر سر  سلګونه لویې او وړې شخړې حل کړې دي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu