په غزني کې له يو شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو، مخورو ، ځوانانو او مدني فعالانو سره ناسته!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صميم نن غرمه غزني ولايت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له يو شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو، ټولنيزو فعالانو او ځوانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د غزني ولايت په جغرافيوي ارزښت، د قومونو په انسجام، غزني ولايت ته د ښاغلي محب الله صميم د سفر د موخو او د وزارت، قومي شوراګانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو ترمنځ په بشپړې همغږۍ او همکارۍ باندې ټينګار وشو.
دغه راز د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي صميم له خوا نوموړو ته د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو او د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه يې معلومات ورکړل.