په غزني کې د ګڼ شمېر قومي مشرانو او ولايتي شورا د يو شمېر غړو ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې!
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم نن له غرمې ورورسته د غزني ولايت په مقام کې له ګڼ شمېر قومي مشرانو او د ولايتي شورا له غړو سر وکتل او د دوی ستونزې يې له نږدې واورېدې.
په دې کتنه کې د غزني ولايت د امنيتي وضعيت د ښه والي، په دغه ولايت کې د لويې ولسي غونډې د جوړېدو، د ولسونو ترمنځ د يووالي او ورورولۍ، د نظام او امنيتي ځواکونو ملاتړ ته د ولسونو د رابللو او د يو لړ نورو موضوعګانو په اړه بحث او خبرې وشوې او په ګډو هلو ځلو ټينګار وشو.