په زابل ولايت کې د غصب مخنيوي کمېسیون غړي له یو لړ مسؤلینو سره وکتل

khoram_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۴
کمیسیون

 

چهار شنبه ۱۴۴۶/۷/۱۴

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معين او د غصب کمېسيون غړي الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي د یوه پلاوي په مشري د زابل له مرستيال والي الحاج مولوي محب الله حماس سره په داسې حال کې وکتل چې د ياد ولايت د بېلا بيلو رياستونو رئيسانو او د اسلامي امارت مسؤلينو حضور درلود.

په دغه کتنه کې ښاغلي غزنوي زابل ولايت ته د خپل سفر په تړاو معلومات وړاندې کړل، نوموړي د غصب شوطو ځمکو بېرته راګرځول د غصب مخنيوي کمېسيون لخوا د معنوي او ارزښتناکو برخو څخه ياد کړل هغه زياته کړه: ولسونو د همدې نظام د حاکميت لپاره قربانۍ ورکړې، پکار ده چې حق يې ادا شي، د هوسا ژوند او اقتصادي پرمختګ لپاره يې شپه او ورځ کار وشي. ښاغلي غزنوي د زابل ولايت د غصب مخنيوي کمېسيون له غړو وغوښتل چې خپل فعاليتونه د يوه ځانګړي طرزالعمل له مخې په ښه همغږۍ برابر کړي.

ورپسې د زابل ولايت مرستيال والي ښاغلي حماس د ښه راغلاست ترڅنګ ورغلي پلاوي ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او همدارنګه يې د ياد ولايت د غصب مخينوي اړوند ستونزې هم شريکې کړې، چې د ښاغلي غزنوي لخوا په بېلا بېلو برخو کې اړينې سپارښتنې هم ورته وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu