په خوست کې د صبريو قوم مشرانو ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۱:۰
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم خوست ولایت ته د سفر پر مهال د صبریو قوم له یو شمېر مشرانو سره وکتل او د هغوی بېلابېلې ستونرې یې له نږدې واورېدې.

په دې کتنه کې یادو مشرانو د قومونو په یووالي، ولسي بسیج، په ولایتو کې د نظام، ملي ارزښتونو او اوربند ملاتړ په اړه د لویو ولسي غونډو په جوړلو کې د ښاغلي صمیم هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او د خپلو هر راز همکاریو ډاډ یې ورکړ

ورپسې ښاغلي صمیم خبرې وکړې ویې ویل: هڅه مو دا ده چې د ولسونو ستونزې له نږدې واورم منځ ته یې ورشم او شته واټن چې د حکومت او ولس تر منځ پیدا شوی را کم کړم، په پای کې یې یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې بېلابېلې ستونزې به یې له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړي

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu