په تخار ولايت کې مېشت قومونه په اتفاق او ورورولۍ سره ژوند کوي.

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۴:۱۲
Mobta

۱۴۴۴/۵/۱۰هـ ق يکشنبه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه هيئت د تخار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست کې د تالقان ښار له يو شمېر متنفذينو سره وکتل.

د وزارت د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني چي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت او د قومي چارو سلاکار امين الله پاميري يې هم ملتيا کوله د تخار ولايت مرکز تالقان ښار له قومي مشرانو سره وکتل.

د قومي مشرانو په نمايندګي څو تنو مشرانو خبرې وکړې.

Mobta

قومي مشر حاجي ملا عبدالله وويل: د قومي مشرانو مسؤليت او رسالت دادی چي د ځوانانو په اصلاح کولو کې رول ولوبوي او ټولنه کې عامه پوهاوی رامنځ ته کړي، ښاغلي مخدوم عبدالعزيز وويل: د خدماتو عرضه کول، خلکو زړونه ګټل او ساتل د حکومت دنده ده، عدالت تامينول امنيت او استقرار تضمينوي.

ښاغلي حاجي پيرګل اغا پيرزاده وويل: قومي متنفذين پخې تجربې او ګټورې مشورې لري بايد حکومت يې له نظرياتو څخه ګټه واخلي، په وينا يې په تخار ولايت کې مېشت ټول قومونه په اتفاق او ورورولۍ کې ژوند کوي.

ورپسې د وزارت د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني راغلو مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او مننه يې وکړه چې خپل ګټور نظريات، مشورې او وړانديزونه يې ورسره شريک کړل، ښاغلي حقاني وويل: اسلامي امارت د قوم، ژبې او سمت پر اساس ويشونو ته قايل نه دی، قوم يوازي د پيژندلو وسيله ده، اسلامي نظام د خلکو غوښتنو ته رسېدنه خپله دنده بولي او متوازن انکشاف ته ژمن دی، په وينا يې قومونه دي چي انقلابونه تر بريا پورې رسوي او همدا قومونه دي چې حکومتونه تشکيلوي.

په پاي کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس ښاغلي فطرت د مشرانو له تجربو، نيکو مشورو او وړانديزونو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې مشران کولاي شي چي د ټولنې د اصلاح لپاره اغېزمن کار وکړي او په دې برخه کې له خپل رسوخ او نفوذ څخه استفاده وکړي او د ناوړه دودونو مخه ونيسي.

د همغږۍ دا ناسته د افغانانو تر منځ د يووالي او اتحاد په دعا پاي ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu