په بلخ ولايت کې د کورني تاو تريخوالي له امله ديرش(۳۰) کلنه اوږده شخړه هواره شوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۴۱
شخړې

یکشنبه ۱۸/۶/ ۱۴۰۳

د بلخ ولايت د چهار بولک ولسوالۍ په قورچي کلي کې د دوو کورنيو تر منځ د کلونو کلونو اوږده شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس مولوي سردار محمد محمدي په مشرۍ، د علماوو شورا غړو، قومي مخورو، د ديني علماوو، ځايي اوسيدونکو او د ا.ا.ا د ځينو مسؤلينو په ګډو همکاريو حل او دواړه مرورې کورنۍ شره پخلا شوې.

هغه ناسته چې په همدې موخه جوړه شوې وه ګډونوالو پکې د دې دېرش کلنې شخړې په بدو عواقبو خبرې وکړې دوښمني يې يو غير شرعي عمل ياد کړ او ښکېل اړخونه يې سولې، ورورولۍ او ارام ژوند ته راوبلل، د جرګې ټاکلي هيئټ په خپله عادلانه فيصله وکولاي شول چې دواړه کورنۍ راضي کړي او د بیا ځلې لپاره ستونزې رامنځته نه شي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسؤلين تل هڅه کوي، چې د هيواد په هره سيمه کې د خپلو اړوندو رياستونو په همکارۍ لویې او وړې شخړې حل کړي او ولسونه وحدت ته را وبولي، له دې وړاندې هم ياد وزارت دې ته ورته ګڼې شخړې هوارې کړې دي چې د ولسونو د تود هرکلي سره مخ شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

په بلخ ولايت کې د څلورو کلونو پخوانۍ شخړه پای ته ورسېده

 

شنبه ۱۴۴۶/۵/۱۴

د کورني تاوتريخوالي له امله د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه څلورکلنه شخړه پای ته ورسېده، چې ترمنځ يې ژور خپل منځي اختلافات پيدا کړي وو.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

بامیانو کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه کې د خلکو ستونزې واورېدل شوې

 

چهارشنبه  ۱۴۴۶/۵/۱۱

په بامیانو کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه تېره ورځ په داسې حال کې تر سره شوه، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال الحاج مولوي عبدالکبیر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۴:۱۱
Background image

په نورستان ولایت کې د قومونو تر منځ ستر ولسي غونډه تر سره شوه

پنچشنبه، ۱۴۴۶/۵/۳

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معینت لخوا د مشرقي زون د درېیو ولایتونو سربیره نن د نورستان ولایت مرکز پارون ښار کې د قومونو. . .

BACK TO NEWS