کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

taqi2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

مفتي شفيع الله ثاقب کوله د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو، ولايتي اداري او قومي مشرانو په منځګړيتوب تګاب ولسوالي کې د شاوخوا نولس کلونو مرګوني دښمني په دوستي بدله کړه

د دغه دښمني په پايله کې چې له دواړو لوريو څخه شپږ تنه پکې وژل شوی، څلورتنه ټپيان شوي او د لويو مالي تاوانونو ترڅنګ، کلونه کلونه د دواړو خواوو ترمنځ د دښمني اور بل و

د مسؤلينو په دوامدارو هڅو د مقررو ناستو ورسته د يوې لويې غونډې پرمهال تري تعهودونه واخېستل شول او د شريعت په رڼا کې له فيصلې وروسته سره غاړه غړۍ شول.

د روغې جوړې په يادو مراسيمو کې د وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې مشر او د دعوت او ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب د نظام ملاتړ د هر افغان مسؤوليت وباله او ټينګار يې وکړ، چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی د حقونو تأمين د مسؤلينو دنده ده.

نوموړي همداراز د شخړو د حل په برخه کې پر ولسونو غږ وکړ څو له ناخوالو، بې‌اتفاقۍ او خپلمنځي اختلافاتو لاس واخلي او د يووالي، ورورولۍ له لارې د سولې او ثبات لپاره ګډ کار وکړي.

په پای کې د ښکېلو کورنيو مشرانو د ا.ا.ا له مسؤلينو څخه په مننې کولو سره څرګنده کړه، چې تېر يې هېر کړل، يوبل يې وبښل اوياده يې کړه، چې د راتلونکي لپاره به په مينه، محبت او ورورولي کې خپل ژوند ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۱۸
Background image

د ميدان وردګ او باميان ولايت د څو کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

دوشنبه ۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د ميدان وردګ او باميان ولايت د څو کورنيو ترمنځ د ځينو خپلمنځي ستونزو پر سر راپورته شوې شخړه د با ميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د آمر په مشري د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۱۱
Background image

د خوست ولايت ځاځي ميدان او ګربزو ولسوالي له فرضي کرښو لېدنه او څارنه ترسره شوه

 

دوشنبه ۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت  د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع تېره ورځ د يوه پلاوي په مشري د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالي اړوند. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۰
Background image

په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ نږدې د شپيتو کالو په دوام اوږده دښمني هواره شوه

 

دوشنبه ۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو له لوري د سیمه‌ ییزو مشرانو او علماوو په همکاري د هسکې مينې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu