په بلخ ولايت کې د کورني تاو تريخوالي له امله ديرش(۳۰) کلنه اوږده شخړه هواره شوه

khoram_admin
Sun, Sep 08 2024 2:41 PM
شخړې

یکشنبه ۱۸/۶/ ۱۴۰۳

د بلخ ولايت د چهار بولک ولسوالۍ په قورچي کلي کې د دوو کورنيو تر منځ د کلونو کلونو اوږده شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس مولوي سردار محمد محمدي په مشرۍ، د علماوو شورا غړو، قومي مخورو، د ديني علماوو، ځايي اوسيدونکو او د ا.ا.ا د ځينو مسؤلينو په ګډو همکاريو حل او دواړه مرورې کورنۍ شره پخلا شوې.

هغه ناسته چې په همدې موخه جوړه شوې وه ګډونوالو پکې د دې دېرش کلنې شخړې په بدو عواقبو خبرې وکړې دوښمني يې يو غير شرعي عمل ياد کړ او ښکېل اړخونه يې سولې، ورورولۍ او ارام ژوند ته راوبلل، د جرګې ټاکلي هيئټ په خپله عادلانه فيصله وکولاي شول چې دواړه کورنۍ راضي کړي او د بیا ځلې لپاره ستونزې رامنځته نه شي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسؤلين تل هڅه کوي، چې د هيواد په هره سيمه کې د خپلو اړوندو رياستونو په همکارۍ لویې او وړې شخړې حل کړي او ولسونه وحدت ته را وبولي، له دې وړاندې هم ياد وزارت دې ته ورته ګڼې شخړې هوارې کړې دي چې د ولسونو د تود هرکلي سره مخ شوې دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu