په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۶
په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل شويوغونډو په ترڅ کې د بغلان ولايت په ګذرګاه نور، خوست او فرنګ ولسوالي او د بادغيس ولايت په جوند ولسوالي کې غونډې ترسره شوې

د يادو غونډو پرمهال سيمه ييزو مشرانو په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستايلې او د خپلو لومړنيو ستونزو د شريکولو ترڅنګ يې له مسؤلينو وغوښتل، چې د ولسي يووالي او ملي وحدت لپاره داسې غونډې جاري وساتي ترڅو دولس او حکومت ترمنځ هېڅ فاصيله پاتي نه شي.

د دغو غونډو په ترڅ کې مسؤلینو د اسلامي امارت څخه د خلکو د ملاتړ هرکلی وکړ او ويې ويل: د نظام مسؤلينو شپه او ورځ د خپلو خلکو په خدمت کې دي او د دهمدغسې غونډو له لارې ورسره هره لويه او وړه ستونزه په ډاډه زړه شريکولای شي. يادو مسؤلينو د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د بدو دودونو او ناوړه رواجونو د مخنیوي فرمان هم تشریح کړ او د غونډې په ګډونوالو يې وويشه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

BACK TO NEWS

User account menu