په ارزګان او بلخ ولايتونو کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۴۱
په ارزګان او بلخ ولايتونو کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

 

 پنجشنبه ۲۷ صفرالمظفر ۱۴۴۷

د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ نژدې د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه هواره شوه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې کورنۍ ستونزې جوړې کړې وې او له ژور خفګان سره لاس او ګريوان وې.

په ياده رامنځته شوې شخړه کې له يوه لوري يو کس سخت ټپي شوی و، چې د ارزګان د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو، قومي مشرانو او عالمانو په دوامداره هڅو ياده شخړه هواره او طرفينو يو بل ته بښنه وکړه.

په ورته مهال د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې هم د يوې کورنۍ د څو غړیو تر منځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو له لوري حل او حق حقدار ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu