په ارزګان او بلخ ولايتونو کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

پنجشنبه ۲۷ صفرالمظفر ۱۴۴۷
د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ نژدې د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه هواره شوه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې کورنۍ ستونزې جوړې کړې وې او له ژور خفګان سره لاس او ګريوان وې.
په ياده رامنځته شوې شخړه کې له يوه لوري يو کس سخت ټپي شوی و، چې د ارزګان د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو، قومي مشرانو او عالمانو په دوامداره هڅو ياده شخړه هواره او طرفينو يو بل ته بښنه وکړه.
په ورته مهال د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې هم د يوې کورنۍ د څو غړیو تر منځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو له لوري حل او حق حقدار ته وسپارل شو.