پر ښوونيز مرکز باندې بريد د وحشت انتها ده!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۹:۳۷
mobta

 

په زياتې خواشينی سره خبر شوم، چې د هېواد، دين او تعليم دښمنانو نن مازديګر د کابل ښار د دیارلسمې امنیتې حوزې اړوند په پل خشک سیمه کې د کوثر په نامه یوه ښوونیز مرکز دروازې ته مخامخ ځانمرګې بريد کړی دی، چې له امله د ماشومانو او زده کوونکو په ګډون زموږ يو زيات شمېر بېګناه او معصوم هېوادوال شهيدان او ټپيان شوي ډي.

تروريستانو د خپلو وحشيانه جنايتونو په دوام نن يو ځل بیا وښوده، چې دوی د افغانستان د پرمختګ او تعليم دښمنان دي او نه غواړي، چې افغان بچيان د علم او پوهې په ګانه سمبال شي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په داسې حال کې چې د هېواد او خلکو د دښمنانو دغه وحشيانه بريد په کلکه غندي، د لوی خدای ج له دربار څخه شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته بشپړه روغتيا او د شهيدانو وارثانو ته د خپل ژور خپګان مراتب څرګندوي.

محب الله صميم

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

BACK TO NEWS

User account menu