موقت حکومت نه منو، ټاکنې د ولسواک او مشروع نظام لپاره اساسي شرط دى

mobta-af
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۰:۰
mobta

دغه خبرې نن د روان کال د وږي مياشتې په 22 مه نېټه د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل اغا شېرزي له ګڼو قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او ټولنيزو فعالانو سره په کندهار کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې وکړې زياته يې کړه: تاسو قومي مشران کولاى شئ په خپلو سيمو کې د خپلو قومي ظرفيتونو او نفوذ له لارې ولسونه ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅوئ .

ښاغلي شېرزي د ټاکنو له لارې د مشروع نظام د دوام لپاره ټاکنې اساسي شرط وباله، نوموړي د خپلو خبرو پر دوام يو ځل بيا پر طالبانو غږ وکړ، چې له افغان دولت او ملت سره اوربند وکړي.

ورپسې څو تنو قومي مشرانو او مخورو د ښاغلي شېرزي خبرې تاييد کړې او له موجوده نطام څخه يې د ملاتړ په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې خپل خلک به ټاکنو کې د پراخ ګډون لپاره هڅوي، تر څو هېواد بحران ته له تلو څخه وژغورل شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

د شریعت د احکامو د نفاذ په موخه د کندز، پنجشېر، میدان وردګو، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ هـ.ق

د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو د نفاذ او له ولسونو سره د لا ښې همغږۍ په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو دویمي واحدونو له لوري د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu