مسلکي معین د تحقيق او مطالعاتو د رياست له يو شمير څيړونکو سره ناسته تر سره کړه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۳:۵۳
خبر

١٦/٨/١٤٤٥ ھ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین مولوي احمد طه قادري د یاد وزارت د تحقیق او مطالعاتو ریاست له يو شمير څيړونکو  سره په خپل کاري دفتر کې ناسته تر سره کړه.

په یاده ناسته کې مسلکي معین  ښاغلي مولوي احمد طه قادري، د دعوت و ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب، د تفتیش رئیس مولوي محمد اسحاق ادریس، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبد الرحمن رحماني او د سرحدي پلټنې رئیس مولوي غلام صدیق سباوون ګډون کړی وو.

د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څيړونکو د بورد يو شمير غړو د هیواد د مختلفو ولایتونو او ولسوالیو د معلوماتي پروفایلونو د جوړولو او په ياده برخه کې یې د هر اړخيزې څيړنې او نورو ورسپارل شويو دندو په اړه معلومات شريک کړل.

په پاي کې ښاغلي احمد طه قادري د دوی تر سره شوې کړنې وستایلې او په دې برخه کې يې د پوره همکارۍ ژمنه ورکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu