فراه کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ غونډه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۶ - ۱۹:۱۰
Mobta

رجب المرجب /۱۴

په فراه ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولس د ستونزو اوریدلو او قومونو د یووالي په موخه یوه لویه ولسي او قومي غونډه جوړه شوه، چې پکې د یاد وزارت د جرګو او قبایلې چارو معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي نیک محمد افغان، د فراه ولایت والي او د نورو ادارو پر رئیسانو سربېره د مرکز او ولسوالیو سلګونو دیني عالمانو او قومي مخورو ګډون کړی وو. د غونډې په پیل کې د قومي سپین ږیرو او علماء کرامو له ډلې څو تنو ویناوې وکړې، دوی له ولسونو او قومونو سره د ا.ا.ا همکاري او همغږي وستایله، او ملاتړ ډاډ یې ورکړ، پر دې سربېره یې د خپلو سیمو د برېښنا، لارو او د اوبو د بندونو د جوړولو یو لړ غوښتنې شریکې کړې. ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد غونډې ته وویل: د سرحدونو ق.ق چارو وزارت د خلکو رسا غږ دی.

mobta

په هره برخه کې چې خلک ستونزې لري له موږ سره یې شریکوي تر څو ددې وزارت له لورې د حل په موخه اړوندو ارګانونو ته ورسول شي. د غونډې په وروستیو کې د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي نیک محمد افغاني وویل: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د قومونو د یووالي، د شخړو په حل او د ولس سره د حکومت د واټن د کمولو په برخه کې ډیر کار کړی په وينا يې چې زموږ مسؤليت دی چې ستاسو ستونزې د حکومت له اړوندو ارګانونو سره شریکې کړو او د افغانستان ټول خلک یووالي ته را وبولو. جرګه د هیواد د همیشنۍ آبادي او تلپاتي سوکالۍ په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu