د کوچیانو لوی ریاست د خپلو ترسره شویو کارونو ارزونه وکړه
۱۶/۹/۱۴۴۵ هـ ق
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس الحاج مولوي ګل زرین کوچي د یوې ناستې په ترڅ کې د ۱۴۰۲ ه ل کال په اوږدو کې د یاد ریاست له لوري د ترسره شویو کارونو ارزونه او بیاکتنه وکړه، چې پر مهال یې د کوچیانو د څړځایونو رئیس مفتي لعل محمد منیب، د کوچیانو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین او د یاد ریاست نورو کارکوونکو هم حضور درلود.
د غونډې په پیل کې د دواړو ریاستونو رئیسانو او کارکوونکو په تېر کال کې کوچیانو ته د عامه پوهاوي په برخه کې د ټرینیګونو دایرولو، حیواني او انساني کلینیکونو جوړولو، د کوچیانو د اسکانو د تثبیت او په اقتصادي برخه کې د کوچیانو تولیداتو ته د بازارموندنې او د څړځایونو د ساتنې په موخه د ترسره شویو خدمتونو یادونه وکړه. دوی د هیواد په کوچي مېشتو ولایتونو شته ستونزې یادې کړې او د حل په لارو چارو یې هر اړخیز بحث وکړ.
په پای کې د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس ښاغلي کوچي د دواړو رئیسانو او کارکوونکو له ترسره شویو خدمتونو څخه ستاینه وکړه، د کارونو لا چټکتیا ته یې اشاره وکړه او د کوچیانو د مالدارۍ خوندیتوب، د اسکانو او څړځایونو د تثبیت، د زده کړو او صحي ستونزو پر حل یې ټینګار وکړ.