د کوچیانو لوی ریاست د خپلو ترسره شویو کارونو ارزونه وکړه

khoram_admin
Wed, Mar 27 2024 11:25 AM
خبر

 

۱۶/۹/۱۴۴۵ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس الحاج مولوي ګل زرین کوچي د یوې ناستې په ترڅ کې د ۱۴۰۲ ه ل کال په اوږدو کې د یاد ریاست له لوري د ترسره شویو کارونو ارزونه او بیاکتنه وکړه، چې پر مهال یې د کوچیانو د څړځایونو رئیس مفتي لعل محمد منیب، د کوچیانو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین او د یاد ریاست نورو کارکوونکو  هم حضور درلود. 

د غونډې په پیل کې د دواړو ریاستونو رئیسانو او کارکوونکو په تېر کال کې کوچیانو ته د عامه پوهاوي په برخه کې د ټرینیګونو دایرولو، حیواني او انساني کلینیکونو جوړولو، د کوچیانو د اسکانو د تثبیت او په اقتصادي برخه کې د کوچیانو تولیداتو ته د بازارموندنې او د څړځایونو د ساتنې په موخه د ترسره شویو خدمتونو یادونه وکړه. دوی د هیواد په کوچي مېشتو ولایتونو شته ستونزې یادې کړې او د حل په لارو چارو یې هر اړخیز بحث وکړ.  

په پای کې د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس ښاغلي کوچي د دواړو رئیسانو او کارکوونکو له ترسره شویو خدمتونو څخه ستاینه وکړه، د کارونو لا چټکتیا ته یې اشاره وکړه او د کوچیانو د مالدارۍ خوندیتوب، د اسکانو او څړځایونو د تثبیت، د زده کړو او صحي ستونزو پر حل یې ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu