د ښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۰:۱۵
mobt

په هغه غونډه کې، چې نن شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۳ مه نېټه د رحمان بابا په عالي لېسه کې د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، مالي او اداري مرستیال ښاغلي شجاع الملک جلاله، د مقام د دفتر رئيس ښاغلي نور اقا ناصري، د جرګو او قبايلي چارو ريس ښاغلي نياز محمد اميري، د پلان او پاليسۍ ريس ښاغلي محمد امين حيدري، ښاغلي غني زي، د ښوونې او روزنې وارسي کوونکي ښاغلي جمال الدین زاهد، د لېسو مسؤل مولوي حنیفي، د یادې لېسې امر ښاغلي محمد عمر معصومي، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.

په یاده غونډه کې لومړي د قرانکریم څو مبارک ایتونه تلاوت او ملي سرود خپور شو.

ورپسې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د نیکو هیلو او سلامونو د وړاندې کولو ترڅنګ د ښوونکي د ورځې په مناسبت د محترم وزير صاحب پيغام ولوست زیاته یې کړه، چې د ښوونکي د لمانځلو ورځ یوه ورځ نه ده، بلکې هره ورځ د ښوونکي د قدر او عزت ورځ ده، موږ په دې ویاړو، چې د وزارت په اړوند لېسو کې په کار پوه او مسلکي استادان لرو، چې زده کوونکو ته یې د زده کړې ښه زمینه برابره کړې ده له زده کوونکو مو هیله داده، چې د خپلو ښوونکو په ارزښت پوه شي او درناوی ورته وکړي.

همدا راز ښاغلي احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: چې د وزارت په اړوندو لېسو کې مثبت بدلونونه راغلي او تر ډېره بريده د زده کوونکو ستونزې حل شوي دي، او کومې ستونزې، چې شتون لري انشاالله ډېر ژر به ورته د حل لارې چارې پیدا کړو.

ورپسې د ښووونې او روزنې ریاست وارسي کوونکي ښاغلي جمال الدین زاهد خبرې وکړې او د ښوونکې په ارزښت ، مقام او زیارګاللو یې رڼا واچوله.
د رحمان بابا د لېسې امر ښاغلي محمد عمر معصومي هم د ښوونکي د نړیوالې ورځ په مناسبت خبرې وکړې او د ښوونکي د ورځې مبارکي یې وویله.
همد راز مولوي محمد یاسین، مولوي سعید محمد د ښوونکي د ورځې لمانځلو او ارزښت سربېره یې د اسلام له نظره د ښوونکي مقام ته اشاره وکړه او د زده کوونکو یې وغوښتل، چې د خپلو استادانو درناوی وکړي.

دغه راز د رحمان بابا د لېسې تدریسي مدیر ښاغلي شاپور خان د پوهنې د محترم وزير پیغام د غونډې ګډون والو ته ولوست.

د دې نړیوالې ورځې په مناسبت په دې جوړه شوې غونډه کې زده کوونکو د ښوونکو درانه مقام ته شعرونه وویل، تمثیلي ټوټه، چې زده کوونکي یې د ښوونکي درناوی او په ښوونځي کې د نظم او دسپلین په پام کې نیولو ته رابلل هم نندارې ته وړاندې شوه.
وروسته هغه ډالۍ چې د دې ارزښتناکې ورځې په مناسبت برابرې شوې وې ښوونکو ته ورکړی شوې او یو شمېر زده کوونکي په ستاینلیکونو وویاړل شول.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu