د چارو په چټکوالي او جدیت ټینګار

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۴:۴۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په ادارې مجلس کې، چې نن یکشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې پر ۱۴ مه نېټه د مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله په مشرۍ جوړ اود چارو په چټکوالي او جدیت ټینګار وشو.
مجلس د عظیم الشان قران د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شو په سرکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي موربي بي ته چې تېره شپه په حق رسیدلې د مغفرت او بخښنې دعا وشوه.

ورپسې مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله د ترسره شویو ولسمشریزو ټاکنو د مثبتو او بې ستونزو پایلو هیله وکړه . همدا راز یې د تدارکاتي حوالو اونورو سندونو د طی مراحل په برخه کې د وزارت اړوندو ریاستونو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې وی ویل: چې باید باید اړتیاوې ډلبندۍ او په اړه یې د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره پر وخت کړنې ترسره شي.

د وزارت مالي او حسابي رئيس د وزارت د عادي او پرمختیایي بودجو د لګښت د څرنګوالي او د لومړیتوب پر بنسټ د پېسو د لګښت له لومړي قسم څخه دوم قسم ته د تعدیل په اړه د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئيس له پلان سره سم د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې د جوړ شویو جرګو او همدا راز د راتلونکو جرګو لپاره د بودجې د اسنادو د طې مراحل کولو په څرنګوالي، د مقام د دفتر رئیس هم پر وخت د حوالو او لګښتونو د اسنادو په ترتیبولو او کاري پړاوونوپه طی کولو او په دې برخه کې د ځینو ریاستونو له خوا د ناغیړۍ په اړه خبرې وکړې. وې ویل: باید په دې برخه کې عملي او چټک کار وشي.

د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې باید اړوند ریاستونه د خپلو لایحو مسؤلیتونو مطابق خپلې چارې پر وخت ترسره کړي او همدا راز د حوالو او اسنادو د بشپړېدو مراحل تر وروستیو تعقیب کړي.

. د مجلس په وروستیو کې مالي او حسابي معین په جدي توګه له اړوند ریاستونو څخه و غوښتل، چې ټو نا اجرا شوي د حوالو او نور اسناد مالي او حسابي ریاست ته واستوي، تر څو په اړه یې اجراات ترسره شي او هم د تدارکاتو، پلان مالي او حسابي ریاستونه په دې برخه کې په همغږۍ توګه سره کار وکړي.

مجلس د چارو د چټکوالي، ستونزو د حل او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه بحث او پریکړې وکړې. بیا بیا یې په ټینګار ځینو ریاستونو ته د اړتیاوو د اولویت بندۍ او د اسنادو د طی مراحل او بشپړیدو سپارښتنه وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي نن چهار شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۲ مه نېټه د پکتیکا ولایت د ارګون، زېړوک،. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۱:۵۸
Background image

ننی وحشيانه برید په سختو ټکو غندو!

د کابل ښار قصبې سيمې ته څېرمه ننی کرغېړن برید، چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګډون يو شمېر معصوم هېوادوال شهیدان او ټپیان شول په سختو ټکو غندو، دا یو انساني او اسلامي ضد عمل بولو,. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۱:۴۹
Background image

په کندهارکې د غازي عبدالله خان اڅکزي لېسې ښوونکو او زده کوونکو ته د یو ورځني ښوونیز ورکشاپ جوړېدل!

د (لوی افغانستان پېژندنې او ډیورند فرضي کرښې د دواړوغاړو څېرمه میشته قومونو ترمنځ د یووالي) تر نوم لاندې ښوونیز ورکشاپ د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د هغمږۍ ریاست له خوا سه شنبې د ۱۳۹۸. . .

BACK TO NEWS