د پښتونخوا د کم عمره شاعر فرهنګي هڅې وستایل شوې!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۹:۱۰
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو مسلکي معین محترم محمد آصف ننګ نن مازدیګر په خپل کاري دفتر کې د پښتونخوا کم عمره شاعر ښاغلي محبوب جان محبوب سره وکتل او د هغه فرهنګي هلې ځلې یې وستایلې.

د غونډې په پیل کې ښاغلي محبوب جان محبوب د خپلو فرهنګي فعالیتونو او ( ربه یو سوال کوم) تر عنوان لاندې نوي چاپ شوي شعرې مجموعې په اړه معلومات وړاندې کړل او خپله شعري مجموعه ښاغلي ننګ ته ډالۍ کړه.

ورپسې د وزارت مسلکي معین ښاغلي ننګ د نوموړي فعالیتونه وستایل وې ویل: ډېر د خوشالۍ ځای دی، چې کم عمره استعدادونه شتون لري، موږ ژمن یو، چې تنکي ځوانان وهڅوو او په بېلابېلو برخو کې ورسره مرسته او همکاري وکړو.

دغه راز ښاغلي ننګ نوموړي ته د لا زیات تشویق په موخه یوه ډالۍ هم ورکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu