د پلان او پالیسۍ ریاست سره د همغږۍ په موخه ناسته

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۰:۶
Mobta

دوشنبه/۲/ ذوالقعده الحرام/ ١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نوي ټاکل شوي مسلکي معین ښاغلي مولوي احمدطه قادري د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له رئیس او کارکوونکو سره وکتل.

په پیل کې د یاد ریاست رئیس مولوي نېک محمد افغاني د خپل ریاست کارکوونکې مسلکي معین ته ور وپېژندل او وروسته یې د همدغه ریاست کړنلاره، پلانونه، تر لاس لاندې او تکمیل شوې پروژې او نور اړوند مطالب وړاندې کړل.

Mobta

نوموړي یاد ریاست او کارکوونکو ته په اشارې سره وویل: دغه ریاست د مسلکي کسانو په لرلو سره د وزارت د پلانونو او پالیسیو د پر وخت ترسره کولو لپاره هڅه کوي او له نورو ادارو سره په همغږي د وزارت مقام ودانیزي او ترمیماتي چارې مخ ته وړي.

د ناستې په پای کې مسلکي معین ښاغلي قادري د یاد ریاست ټول کارکوونکې د هیواد آبادۍ او ښې رازۍ ته راوبلل او د دوی د تېرو لاسته راوړنو ستاینه یې وکړه. نوموړي د یاد ریاست کارکوونکو ته په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه او د کارونو د چټکتیا په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu