د ولسمشر د لارښوونو سره سم د جینیوا کنفرانس د ژمنو د تطبیق په اړه کمېټه جوړه شوه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۹
mobta

د جینیوا د ۲۰۲۰ کنفرانس د ژمنو د تطبیق په موخه کمېټه، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د ۲۱/۱۰/۱۳۹۹ نېټې او ۱۰۸۵ ګڼه حکم پر اساس د وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په مشرۍ او د داخلي تفتیش، مالي اداري، ښوونې او روزنې او د پلان او پالیسۍ رئيسانو په ګډون جوړه شوې ده، نن یې په مسلکي معینیت کې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې چی نن جوړه شوه د افغان ولسمشر د لارښوونو په رڼا کې د دولت له خوا د ژمنو د عملي کېدو په اړه د غونډې برخه والو نظریات راټول شول او په دې اړه لازمې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړه ده، چې د کمېټې لپاره سکرتریت جوړ شو، چې په میاشت کې به یو ځل غونډه کوي او په دې اړه به په ګډه سره لازم تصمیمونه نیسي.

د کمېټې د جوړېدو څخه اساسي موخه د فساد پر وړاندې مبارزه او د شفافیت رامنځته کول دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۹:۵۲
Background image

درنو هېوادوالو

خوشاله يم، چې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې په خپله دويمه لوبه کې هم د اېرلنډ کرکټ ملي ټيم ته په ماتې ورکولو سره يو ځل

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۹:۴۶
Background image

په ملي یووالي ټینګار!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د پکتیکا او فاریاب ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو

شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۹:۳۷
Background image

درنو هېوادوالو د اېرلنډ پر وړاندې بريا مو مبارک!

د وياړ ځای دی، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې، په نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې اېرلنډ ته د ۱۶ منډو په توپیر ماته ورکړه او يو ځل بيا يې په نړۍ کې د افغانستان

BACK TO NEWS