د وزارت یو شمېر پوځي افسرانو ته ترفیعګانې منظور شوې!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۴:۴۴
mobta

په هغې غونډه کې، چې نن چهارشنبې د کب میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو په معینیت کې جوړه شوې وه، د سرحدي څېړنو معین ښاغلي ډاکټر محمد آصف قاضي زاده، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي، یو شمېر رئيسانو او پوځي منسوبینو ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې ښاغلي قاضي زاده یادو افسرانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل: د کب نهمې د ملي او دفاعي ځواکونو د ورځې په مناسبت مو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم ته د پوځي افسرانو د رتبو په اړه وړاندیز وکړ، چې له ښه مرغه منظور شو او له حکم سره سم درې تنو افسرانو هر یو ښاغلی اسمعیل خان له جګړنۍ څخه ډګرمنۍ ته او ښاغلی غفار خان او شاه اغا له تورنۍ څخه جګړنې ته په ترفعیګانو وویاړل شول.

mobta

ښاغلي قاضي زاده د خپلو خبرو په ترڅ کې له وزیر صاحب څخه مننه وکړه وې ویل: دا چې دا وطن په موږ باندې حق لري نو باید په صداقت او ژمنتیا سره ورته کار وکړو او خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړو.

دغه راز ښاغلي محمد یعقوب احمدزي هم په خپلو خبرو کې نوموړو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د یاد معینیت کړنې وستایلې.

د غونډې په پای کې یادو منسوبینو د وزارت له مشرتابه څخه د مننې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې خپله دنده به په پوره صداقت سره پرمخ بیایې او په هر ډول شرایطو کې به خپلو دندو ته ژمن وي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu