د وزارت مسؤولینو او کارکوونکو ته د عالیقدر أمیرالمؤمنین شیخ‌ الإسلام حفظه‌ الله تعالی د لیکل شوي کتاب په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۹:۵۰
د وزارت مسؤولینو او کارکوونکو ته د عالیقدر أمیرالمؤمنین شیخ‌ الإسلام حفظه‌ الله تعالی د لیکل شوي کتاب په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول

سه‌شنبه، ۱۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین مولوي احمد طه قادري د دغه وزارت د مسوولینو او کارکوونکو په حضور کې د «علماوو، خطیبانو او امامانو صاحبانو ته د عالیقدر أمیرالمؤمنین شیخ‌ الإسلام حفظه‌ الله تعالی خطاب» تر سرلیک لاندې کتاب په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

مسلکي معین مولوي احمد طه قادري د خپلو خبرو پر مهال د یاد کتاب یوه برخه ولوسته او د منځپانګې په اړه یې څرګنده کړه، چې په کتاب کې د اسلامي امت د یووالي، د پخوانیو حکومتونو د تجربو، د بهرنیو یرغلونو او د هغو له امله د رامنځته شویو ستونزو او د اسلامي نظام د پیاوړتیا موضوعاتو ته هم پام شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي نظام پیاوړتیا او د ټولنې اصلاح د علماوو او مسوولینو ترمنځ همغږۍ او ګډو هڅو ته اړتیا لري. علما د دیني لارښوونو د بیان ترڅنګ د خلکو د فکري او اخلاقي اصلاح، د شرعي احکامو د وضاحت او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې مهم مسوولیت لري او باید د دیني اختلافاتو په سم مدیریت او د اسلامي امت د یووالي په ساتلو کې خپل رول ادا کړي.

ورپسې د وزارت د تدارکاتو رئیس مولوي رحمت الله رحماني د کتاب پاتې برخي ولوسته پر مهال  وویل، چې د ټولنې سالمه اصلاح یوازې په دیني لارښوونو نه بشپړېږي، بلکې د هغو عملي کول او د خلکو د حقونو رعایت هم اړین دي. نوموړي د غلا، ناروا کړنو، ټولنیز فساد او د حجاب د نه مراعات په څېر ستونزې د ټولنې پر اخلاقي جوړښت ناوړه اغېز لرونکې وبللې او د دغو ستونزو د مخنیوي، د عامه نظم د ساتنې او د خلکو د دیني او ټولنیز پوهاوي د لوړولو لپاره یې د علماوو، خطیبانو او امامانو پر مسوولیت او ګډو هڅو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۱۲
Background image

دره‌ پېچ ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

پنجشنبه ۱۵ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د کونړ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ، ولسي همغږۍ او  فرمانونو د عملي کولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۵۴
Background image

سرپل کې د ۶ کلنې دښمني ترڅنګ پکتيا او فارياب کې هم شخړې حل شوې

پنجشنبه ۱۵ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرپل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري د قومي مشرانو په هڅو د دغه ولايت په سيد آباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

جوزجان کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

چهارشنبه ١٤ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست رئيس مولوي غلام نبي صميم په مشري د ديني عالمانو او قومي سپين ږيرو په دوامداره همکاري د دغه ولايت مرکز. . .

BACK TO NEWS

User account menu