په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه
سه شنبه/۲۲/ جمادی الاول ۱۴۴۸
د خوست ولایت مرکز متون اړوند د کونډیو کلي د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۳۴ کلنه دښمني، چې د څلورو کسانو د وژل کېدو او دواړو لورو ته د ځاني او مالي زیانونو لامل شوې وه، د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب د یوې قومي جرګې له لارې پای ته ورسېده.
جرګه کوونکو د وینې تویېدو، د دښمنۍ د دوام او د هغې د ناوړه پایلو په اړه خبرې وکړې او د اسلامي ورورولۍ، عفوې او تېرېدنې پر ارزښت یې ټینګار وکړ. هغوی د قومي مشرانو او مخورو مسؤلیت وباله، چې د اختلافاتو د پراخېدو مخه ونیسي او د خلکو ترمنځ د سولې، یووالي او ورورولۍ د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.
د پرله پسې هڅو او منځګړیتوب په پایله کې دواړو کورنیو د تېر وخت د ناخوالو د هېرولو او خپلمنځي اړیکو د بېرته رغولو هوکړه وکړه. هغوی ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د متقابل درناوي او ورورولۍ اړیکې ساتي او هر ډول اختلاف به د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کوي.
