سرپل کې د ۶ کلنې دښمني ترڅنګ پکتيا او فارياب کې هم شخړې حل شوې
پنجشنبه ۱۵ جمادیالآخرة ۱۴۴۸
د سرپل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري د قومي مشرانو په هڅو د دغه ولايت په سيد آباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکو د ملکيت پر سر رامنځته شوې دښمني، چې لوی خپلمنځي اختلافات يې را ولاړ کړي وو حل او په دوستي بدله شوه.
د دغې دښمني په پايله کې د دواړو خواوو ترمنځ لويې بې باورۍ او جنجالونه رامنځته شوي وو، چې مسؤلينو د خپل منځګړيتوب په پايله کې حق حقدار ته وسپاره او يادو بې باوريو او جنجالونو ته يې د پای ټکی کېښود.
په ورته وخت کې د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د يو شمېر حکومتي ادارو د استازو، ديني عالمانو او مخورو په ملتيا د دغه ولايت په احمد آباد ولسوالۍ کې د ترافيکې پېښي له امله هغه راپورته شوې شخړه هواره کړه، چې له کبله يې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
همداراز د فارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې هم د ځينو خپلمنځي مسائلو له امله د دووکورنيو ترمنځ د څه مودې راهېسې دوامدارو مشکلاتو وروسته د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د قومي سپين ږيرو په ملتيا د دواړو خواوو ترمنځ روغه وکړه او ښکېل طرفونه يې سره غاړه غړۍ کړل
