د وزارت له اړمنو کارکونکو سره مرسته وشوه!

په هغې غونډه کې، چې نن جمعه د روان لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۶مه نېټه د وزارت په انګړ کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مالي او اداري معین محترم شجاع الملک جلاله خان، امریکا مېشتي هېوادوال محترم احمد سهیل ایام اود جلاله خان مرستندویه بنسټ چارواکو برخه اخیستې وه د وزارت په ۲۵۰ تنو اړوکسانو باندې کمپلې ووېشل شوې.
په دې غونډه کې ښاغلي جلاله خان، په امریکا کې د مېشتو خیر رسوونکو او زړه سواندو افغانانو د مرستو او د بنسټ د همکاریو په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: امریکا مېشتي افغانان د جلاله خان د خیریه بنسټ له لارې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او ښارونو کې اړو افغانانو سره مرسته کوي، چې دادی نن موږ په وزارت کې د دې لړۍ شاهدان یو.
ورپسې امریکا مېشتي هېواد وال او د دغو مرستو څارونکي محترم احمد سهیل ایام هم د امریکا مېشتو مرسته کوونکو افغانانو او جلاله خان مرستندویه بنسټ څخه د مننې په ترڅ کې د خپلو خیریه چارو په اړه هر اړخیزې څرګندونې وکړې او له افغانانو سره یې د نورو مرستو په دوام ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د وزارت په استازیتوب محمد یاسین له مرسته کوونکو څخه مننه وکړه، چې په هېواد کې يې اړمنو کسانو په تېره بیا د وزارت له کارکوونکو سره مرستې او د دوی لاسنیوی وکړ.