د وزارت ستراتیژیک پلان د مسودې په اړه غونډه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۱:۵۶
mobta

په دې غونډه کې، چې نن چهار شنبه دمرغومې میاشتې پر ۱۷مه نېټه د سرحدونو او قبایلوچارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په مشرۍ او د سرحدي څېړنو د معین، یو شمېر رئیسانو او سلاکارانو په ګډون جوړه شوې وه، لومړی د پلان او پالیسۍ رئيس د مسودې په بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله او د غونډې ګډونوالو ددغې مسودې په اړه د ترسره شوي کار په څرنګوالي او د هغه د بډاینې په اړه خپل نظریات شریک کړل.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي صمیم ټینګار وکړ، چې باید یاد پلان له ټولو اړخونو ښه بډای او کره اوسي، ترڅو د هغه په رڼا کې خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږو.

همدا راز یې د سرحدي څېړنو معین په مشرۍ او یو شمېر رئیسانو او سلاکارانو په ګډون یوه کمېټه وټاکله، ترڅو د پلان نیمګړتیاوې اصلاح او مسوده بشپړه کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

د شریعت د احکامو د نفاذ په موخه د کندز، پنجشېر، میدان وردګو، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ هـ.ق

د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو د نفاذ او له ولسونو سره د لا ښې همغږۍ په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو دویمي واحدونو له لوري د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu