د وزارت د ظرفیت لوړونې استادان په ستاینلیکونو وویاړل شول!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۴:۴۳
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم له خوا نن سه شنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۱۵ مه نېټه د وزارت د ظرفیت لوړونې استادان ښاغلی دریا خان بهیر، ښاغلی همت خان زهیر او ښاغلی شاپورخان عمرزی په ستاینلیکونو وویاړل شول.

ښاغلي محب الله صمیم د یادو استادانو له خوا په لار اچول شوي پروګرامونه، او درسي میتود د ظرفیت لوړونې په بېلابېلو برخو کې د ستاینې وړ وبلل او د دوی هڅو ته یې په اشارې سره وویل: چې په راتلونکي کې باید د کارکوونکو د اړتیاو سره سم د ظرفیت لوړونې په موخه ښوونیز پروګرامونه، سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ شي، ترڅو چې کارکوونکي د خپلو کاري وړتیاوو په لوړولو کې ترې ګټه پورته او د وخت غوښتنو سره سم هېواد او ولس ته د خدمت جوګه شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu