د وزارت د اړوندو لېسو زده کوونکو لپاره د انلاین زده کړو د سیسټم پرانېسته!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۲ - ۹:۱۳
mobta

په هغې غونډه کې، چې نن دوشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري میاشتې پر ۱۹ مه نېټه د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په مشرۍ د وزارت اړوندو لېسو د زده کوونکو لپاره د انلاین سیسټم د پرانېستې په موخه جوړه شوې وه، د وزارت یو شمېر رئیسانو، آمرینو او د لېسو ښوونکو پکې ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي د کرونا وایروس د جدي نیولو په تړاو خبرې وکړې او د اړوندو لېسو زده کوونکو ته په انلاین ډول د زده کړو د سیسټم د پرانېستې په موخه یې، چې مخکې په یاد سیسټم د موظفې کمېټې له خوا کار شوی وه نن یې رسما د ښوونکو په شتون پرانېست وې ویل: دا چې د کرونا وایروس د خپریدو خطر نور هم زیات شوی او د دې لپاره، چې د زده کوونکو پر زده کړو هم منفي اغیزې ونه لري نو باید په انلاین ډول دې د واټساپ ګروپ او یوټیوب چینل له لارې ښوونکي خپل لکچرنوټونه له زده کوونکو سره د هغوی ستونزو ته په کتو شریک کړي او د هر ولایت زده کوونکي د همغه ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست له لورې په یاد پروګرام کې لینک وي او خپل نومونه دې ثبت کړي که په دې برخه کې تخنیکي ستونزې ولري نو د اړوند ریاست له لورې د وزارت د ښوونې او روزنې ریاست سره پر خپل وخت شریکوي.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه دا چې ځینې زده کوونکي یاد سیسټم ته لاس رسې نه لري نو دوی کولای شي، چې د نورو ټولګیوالو څخه یې، چې یو بل سره همغږي ولري پر خپل وخت بې له کومې ستونزې یې ترلاسه کولای شي او که څوک انټرنېټ ونلري بیا د شمېر د معلومیدو وروسته به کوښښ وشي چی د فلش په ذریعه او یا چاپې ‌‌‌‌‌‌ډول د ولایتی ریاستونو څخه تر لاسه کړي.

د غونډې پای کې د ځینو تخنیکي ستونزو او حل لارو چارو ترڅنګ یو شمېر رئيسانو هم خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او ټینګار پر دې وه، چې په دې برخه کې دې باید د بشپړې همغږۍ څخه کارواخیستل شي.

يادونه : زده کوونکي کولاى شي د يو ټيوب لاندې چينل سپسکرايپ او په انلاين ډول خپلې زده کړې وکړي

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu