د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له رئيس او کارکوونکو سره کتنه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۳:۱۱
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن پنجشنبې د روان لمریز کال په ۱۰ مه نېټه په داسې کال کې، چې د وزارت مسلکي معین ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی، د سرحدي څېړنو معین ښاغلی ډاکټر محمد آصف قاضي زاده او د مقام د دفتر رئيس ښاغلی نور آفا ناصري هم حاضر وو، د طلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له رئيس او کارکوونکو سر د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

په یاده کتنه کې ښاغلي محب الله صمیم لومړی د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د خپرنیزو او نورو چارو د څرنګوالي په اړه د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس هر اړخیز رپوټ واورېده.

ورپسې یو شمېر کارکوونکو د چارو د ښه والي په پار له وزیر صاحب سره خپل وړاندیزونه، ستونزې او لاسته راوړنې شریکې کړې او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د وزارت مقام د همکارۍ هیله وکړه.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د یاد ریاست کارکوونکي په صداقت او د هېواد لوړو ګټو ته په درناوي، ژمنتیا، ګډ کارکولو او په ډاډ سره د چارو سرته رسولو ته وهڅول وې ویل: باید له فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپل هېواد او خلکو ته د رښتیني خدمت جوګه شو.

زیاته یې کړه: چې زموږ خپرونې باید د خلکو په پوهاوي کې مهم رول ولري، ځکه چې پوهاوی د جګړې پر کمېدو هم خپلې اغېزې پرېباسي، ولسونه یووالي ته رابولي او د هېواد ودانۍ ته یې هڅوي.

همدا راز یې د چارو په ترسره کولو کې ددغه ریاست کارکوونکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او د هر ډول ملاتړ ژمنه یې وکړه.

په پای کې (ستا خبرې ملغلرې) تر عنوان لاندې د پښتونخوا د لیکوال محترم حضرت زبیر زبیر هغه کتاب چې د دغه ریاست له خوا چاپ شوی محترم محب الله صمیم ته ډالې شو.

د یو بل خبر له مخې ښاعلي محب الله صمیم د وزارت د تدارکاتو ریاست له منسوبینو سره وکتل.

په دې کتنه کې د یاد ریاست کارکوونکو د خپلو تېرو او اوسنیو فعالیتونو په ویلو سره د خپلې ادارې یو لړ ستونزې او اړیتاوې شریکې کړې.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د دوی له کړنو د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې وویل: چې روان مالي کال د پای ته رسېدو په حال کې دی تدارکاتي چارې باید له اړوندو ریاستونو سره په همغږۍ چټکې شي، ترڅو د وزارت عادي او پرمختیا بودجه ولږول شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu