د هېواد په ګرم سېر سیمو کې د ۱۴۰۱ هجري لمريز تعليمي کال پیل شو.
چهارشنبه ١٤٤٤قمري کال د صفرالمظفر۱۱ مه
د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ په غازي عبدالله خان ليسه کې جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست معاون محترم مولوي ندا محمد عابد، د پوهنې ریاست مسوولینو، دليسې استادانو او یو شمېر زده کوونکو ګډون کړی و.
د دغو مراسمو په پیل کې ځایي مسوولینو د تعلیمي کال د پیل او د علم او پوهې د ارزښت په تړاو خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د اسلام مبين دين، علم او پوهه د انسان د ښه ژوندانه لپاره يو اساسي اصل ګڼلى او قرآن عظيم الشان د ټولو علومو لومړنۍ او ستره سرچينه ده.
هغوی له ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي او د علم او پوهې په ګاڼو یې سمبال کړي.