د هېواد خپلواکۍ د سلمې کلیزې لمانځغونډه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۱:۲۰
mobta

په یادو مراسمو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي، مشرتابه پلاوي او کارکوونکو، د کابینې او ملي شورا د دواړو خونو یو شمېر غړیو، چارواکو، سیاستوالو، علمې او فرهنګي شخصیتونو، قومي مشرانو، د قومي شوراګانو استازو، له پښتونخوا څخه علمي او فرهنګي شخصیتونو، مدني فعالانو، خویندو، ځوانانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
مراسم د عظیم الشان قران د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پېل او ملي سرود خپور شو.
ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال او د خپلوکۍ لمانځلو ته د تیاري کمېسیون رئيس راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلواکي د شاندارو لمانځلو په اړه یې د خپلو فعالیتونو، چې د ښار په بېلا بېلو برخو کې ترسره کړي وه یادونه وکړه، خپلواکي یې زموږ د پلرونو او نیکونو د سرښندنو ثمره وبلله.

mobta
همدا راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي له وېنا مخکې د کابل په ترورستي پېښو، چې زموږ لسګونه هېوادوال یې شهیدان او ټپیان کړل خواشیني څرګنده کړه.
شهیدانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسې روغتیا هیله وکړه. ښاغلي شېرزي په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان او د افغانستان د خپلواکۍ لپاره ټولو افغانانو قرباني ورکړې ده.
هر یرغلګر ته مو توره معلومه ده او ماتې مو ورکړي، خو نوموړي په بې اتفاقیو اندیښنه څرګنده کړه پر خپل ولس یې د هېواد د سمسورتیا، له بدمرغیو څخه د ژغورنې او یووالي غږ وکړ.
دا یې هم وویل: چې د هېواد ولسمشر له ټول ولس سره د تلپاتې او با عزته سولې د ټينګښت په موخه سلامشورې وکړې، چې لا هم سولې ته نه یو رسیدلي د هغې ورځې غوښتوونکي شو، چې هېواد یې ودان او ولس یې په سوله کې ژوند وکړي.
ورپسې نورو وېناوالو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر ښاغلي سید محمد عالمي بلخي په خپله وېنا کې غازي امان الله خان په هېواد کې د اصلاحاتو داعيي وباللو وې ویل: چې غازي امان الله خان ته ورکړل شوی د غازي لقب د ویاړه ډک لقب دی او هغه چاته ورکول کیږي، چې په غزا کې د دښمن پر وړاندې د جګړې په ډګر کې بریالی شي. ښاغلي بلخې د غازي امان الله خان په شخصیت او مبارزې رڼا واچوله.
زیاته یې کړه هغه یوازنی پادشاه و، چې په خپلو ژمنو یې وفا وکړه او له هره پلوه یې د یو ې قانوني واکمنۍ بنسټ کېښود چې په سیمه کې نه وه.
همدا راز د کوچیانو د سمون لوی رئيس ښاغلي استاد حبیب الرحمن په خپلو خبرو کې وویل: چې غازي امان الله خان د خپل ولس په ملاتړ خپلواکي وګټله، خو ساتل او پالل يې زموږ مسؤلیت دی.

mobta
نور د احساساتي فیصلو پسې نه ځو. د امان الله خان فکر احیا کوو او له هغه چاڅخه ملاتړ کوو کوم چې د امان الله خان د فکر او د هغه د نا بشپړ شوي پروګرمونو فصل بشپړول غواړي.
همدا راز د زابل پخواني والي ښاغلي خیال محمد حسیني، د ملي ثبات ټولنې مشر ښاغلي ضیاالحق امرخېل، د کوزي پښتونخوا ادبي او فرهنګي شخصیت ښاغلي اباسین یوسفزي، شاعر او لیکوال ښاغلي محمد شفیع بابرزي، په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي ښاغلي خالد حسیني، د قبایلو د اتحادې مشر زرجان شینواري او د وزارت سلاکار ښاغلي عبدالخالق پشه یې هم په خپلو وېنا وو کې د خپلواکۍ پر ارزښت خبرې وکړې غوښتنه یې وکړه، چې باید نور ورور وژنه او بې اتفاقي پای ومومي. د جګړې پر ځای له یووالي خوند واخلو، د افغانستان او خپلو ولس د ګټو لپاره کار وکړو، هغوي چې د پردیو د ګټو لپاره کارکوي، لکه څرنګه چې هغه مهال د غازي امان الله خان د پلانونو مخ ته خنډ شول پرینږدو، چې موږ بد مرغه کړي.
دوی همدا رنګه د خپلواکۍ د بنسټونو په پیاوړي کیدو ټینګار وکړ.
په وروستیو کې د وزارت اړوند لېسو هغه زده کوونکو ته، چې په کانکور ازموینه کې یې د لوړو زدکړو پوهنځیو ته لار موندلې وه ډالۍ ورکړل شوه او وستایل شول. او مراسم د ملي اتڼ په ترسره کول پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۳:۵۸
Background image

په لوګر ولايت کې ۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده

 

يکشنبه ۱۴۴۶/۵/۲۲

د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له امله د دوو کورنيو ترمنځ هغه شپږ کلنه شخړه، چې دواړو خواوو ته يې ژورې ستونزې پيدا کړې وې د سرحدونو، قومونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۱۴
Background image

په بلخ  ولايت کې ۱۲ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

 

یکشنبه ۱۴۴۶/۵/٢٢

د بلخ ولايت دولت آباد ولسوالۍ په تلي ګک سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ ۱۲ کلنه اوږده شخړه په داسې مهال پای ته ورسېده، چې د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال پکې د دغه ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۱۷
Background image

د بغلان ولایت له قومي مشرانو او عالمانو سره کتنه

پنجشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۹

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن مخکې له غرمې د بغلان ولایت له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغې کتنې. . .

BACK TO NEWS