د هرات له والي سره ليدنه !

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۰ - ۱۱:۱۵
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن سې شنبې د روان لمریز کال د وږي په 19مه نېټه په داسې حال کې، چې د وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ښاغلي محمد يعقوب احمدزى، د دغه ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلی انوارالحق ژمن، د وزارت مقام سلاکار جنرال عظيم خان، د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ښاغلی عبدالوحيد خاورې او يو شمېر قومي مشران هم ورسره ملګري وو، د هرات له والي ښاغلي عبدالقيوم رحيمي سره وکتل. د کتنې په پيل کې د هرات والي پلاوی ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د سولې او ملي یووالي د ټینګښت په برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هلې ځلې وستایلې او د جرګې په جوړولو کې یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ. ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي محمد شفيق ګل آغا شېرزي هرات ولایت ته د خپل سفر موخې له ښاغلي رحيمي سره شریکې کړې او د جرګې په جوړولو کې د محترم والي د مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه. ښاغلي شېرزي وویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جرګې جوړې کړي، چې دادې نن هرات ولايت ته راغلي یو، چې ددغه ولایت د قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو او مخورو په ګډون پراخه جرګه جوړه کړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۱۳:۱۹
Background image

د اداري چارو په سمون او چټکى ټينګار!

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين محترم ډاکټر فريدون بارکزي نن یکشنبې د روان کال د وږي مېاشتې په ۳۱مه نېټه په داسې حال کې چې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلی محمد یعقوب. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

د سولې د نړیوالې ورځې په لمانځغوڼده کې ګډون!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د سولی نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې، چی د سولې په چارو د دولت وزارت له خوا جوړه شوې وه، برخه واخیسته.

شنبه ۱۳۹۸/۶/۳۰ - ۹:۱۴
Background image

په انتخاباتو کې باید د هلمند ټول پر شرایطو برابر اوسیدونکي ګډون وکړي.

دغه خبرې نن د جمعې په ورځ د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل اغا شېرزي په هلمند کې له سلګونو قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او ټولنيزو فعالانو سره د انتخاباتو په اړه د عامه. . .

BACK TO NEWS