د هرات له والي سره ليدنه !

mobta-af
Wed, Sep 11 2019 11:15 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن سې شنبې د روان لمریز کال د وږي په 19مه نېټه په داسې حال کې، چې د وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ښاغلي محمد يعقوب احمدزى، د دغه ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلی انوارالحق ژمن، د وزارت مقام سلاکار جنرال عظيم خان، د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ښاغلی عبدالوحيد خاورې او يو شمېر قومي مشران هم ورسره ملګري وو، د هرات له والي ښاغلي عبدالقيوم رحيمي سره وکتل. د کتنې په پيل کې د هرات والي پلاوی ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د سولې او ملي یووالي د ټینګښت په برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هلې ځلې وستایلې او د جرګې په جوړولو کې یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ. ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي محمد شفيق ګل آغا شېرزي هرات ولایت ته د خپل سفر موخې له ښاغلي رحيمي سره شریکې کړې او د جرګې په جوړولو کې د محترم والي د مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه. ښاغلي شېرزي وویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جرګې جوړې کړي، چې دادې نن هرات ولايت ته راغلي یو، چې ددغه ولایت د قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو او مخورو په ګډون پراخه جرګه جوړه کړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu