د نیمروز ولسونه د جمهوریت او نظام ملاتړ کوي او پر مخالفينو غږکوي، چې اوربند وکړي!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۰:۱۹
mobta

د نیمروز ولایت مېشتو قومونو د یوې پراخه غونډې په ترڅ کې، چې نن یکشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۲۱ مه نېټه جوړه شوې وه، د سولې له روان بهیر څخه ملاتړ څرګند او د دایمي اوربند غوښتنه یې وکړه.

په یاده غونډه د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم چې یاد ولایت ته يې رسمي سفرکړی دغه راز قومي مشرانو، ولایتي چارواکو، مدني فعالانو، ځوانانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

په پیل کې ښاغلي صمیم له دې امله چې له نږدې څخه یې د نیمروز له خلکو سره لیدنه کیږي خوښي څرګنده کړه ورپسې یې په خپلو خبرو کې د سولې په ارزښت او د سولې د تامین په برخه کې د قومي مشرانو په ونډې هراړخیزې خبرې وکړې.

وې ویل: چې سوله یو الهي نعمت او الله (ج) زموږ لپاره خیرګڼلې ده. دا زموږ ټولو ملي مسؤلیت دی، چې په خپل هېواد کې د تلپاتې سولې، هغې سولې د ټینګښت لپاره چې هغه د هر افغان کورته د رښتینې ورورولۍ او سوله ییزې فضا پیغام راوړي ګډې هڅې وکړو، ځکه چې اقتصادي وده او ټولنیزه هوساینه د سولې په شرایطو کې له کومې ستونزې پرته رامنځته او د ټولو برخو د پرمختګ لپاره د اړتیا وو او غوښتنو سره سم کار ترسره کیدا ی شي.

mobta

ښاغلي صمیم وویل: دا جګره ده چې راز راز ستونزې یې زیږولي او د پرمختګ د لارې خنډ ګرځېدلې ده، افغانان له ټولو مخکې په هېواد کې دایمي اوربند او باعزته سوله غواړي.

دغه راز یې د نیمروز له خلکو وغوښتل چې د ټول ګټو پروژو په تطبیق او ساتنه کې همکاري او له نظام، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه، چې په لیکو کې يې ددې هېواد زړور بچیان ځای پرځای دي ملاتړ وکړي.

ښاغلي صمیم د نیمروز ولایت له خلکو سره ژمنه وکړه، چې په نیمروز ولایت کې به یوه لېسه چې په اډانه کې یې لیلیه هم شتون ولري او دغه راز د غونډو او جرګو د تالار د جوړ کړي.

نورو درنو وېناوالو هم د سولې د ارزښت او اړتیا په اړه خبرې وکړې وې ویل: سوله د ټولو افغانان غوښتنه ده، موږ سوله غواړو او دغه راز له مخالفينو غواړو، چې زموږ غوښتنه چې هغه دایمي اوربند دی ومني دغه راز یې له نظام، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه هم ملاتړ څرګند کړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

د شریعت د احکامو د نفاذ په موخه د کندز، پنجشېر، میدان وردګو، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ هـ.ق

د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو د نفاذ او له ولسونو سره د لا ښې همغږۍ په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو دویمي واحدونو له لوري د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu